ads

امرخېل: طالبانو ته د ماينونو مواد له پاكستانه راځي

د غزني امنيتي چارواكي ادعا كوي چې په دغه ولايت كې طالبانو ته د ماين جوړولو لپاره ټول مهم مواد د سيمې او پاكستان استخبارات تهيه كوي.د غزني امنيه قومندان جنرال امين  الله امرخېل په دې اړه كليد ته وويل، په دغه ولايت كې طالبان يو ډول ماينونه جوړوي چې په هغې كې كارېدونكي آر […]

نویسنده: TKG
6 زمری 1395
امرخېل: طالبانو ته د ماينونو مواد له پاكستانه راځي

د غزني امنيتي چارواكي ادعا كوي چې په دغه ولايت كې طالبانو ته د ماين جوړولو لپاره ټول مهم مواد د سيمې او پاكستان استخبارات تهيه كوي.
د غزني امنيه قومندان جنرال امين  الله امرخېل په دې اړه كليد ته وويل، په دغه ولايت كې طالبان يو ډول ماينونه جوړوي چې په هغې كې كارېدونكي آر ډي ايكس كيمياوي مواد يوازې د پاكستان  پوځ او د سيمې استخبارات كاروي. د غزني امنيتي چارواكي ادعا كوي چې په دغه ولايت كې طالبانو ته د ماين جوړولو لپاره ټول مهم مواد د سيمې او پاكستان استخبارات تهيه كوي.
د غزني امنيه قومندان جنرال امين  الله امرخېل په دې اړه كليد ته وويل، په دغه ولايت كې طالبان يو ډول ماينونه جوړوي چې په هغې كې كارېدونكي آر ډي ايكس كيمياوي مواد يوازې د پاكستان  پوځ او د سيمې استخبارات كاروي.
امرخېل زياته كړه، دا مواد له پاكستاني پوځ سره په اړيكه كې وسله وال مخالفين ترلاسه كوي او بيا يې سيمې ته له رالېږدولو وروسته د بوشكه يي او نورو ماينونو په جوړولو كې كاروي.
جنرال امرخېل همدا راز تور پورې كړ چې يو شمېر ځايي مشران  او وكيلان هڅه كوي تر څو د جګړې په ډګر كې نيول شوي طالبان پرې د حكومت له بنده خوشې كړي، خو د ده په وينا هېڅكله به نيول شوي كسان خوشې نه كړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA