ads

كندهار: ملي امنيت د ځانمرګو يو قومندان له خپل يو ملګري سره نيولى

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنيت منسوبینو دوه تنه وسله وال چې یو يي د ځانمرګو بريدونو تنظيموونكى او قومندان دى، نیولي دي. د کندهار له ولایت مقام څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد دوه کسان چې یو تن يې خان ولي  نومېږي، په زرقاوي مشهور او د […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
كندهار: ملي امنيت د ځانمرګو يو قومندان له خپل يو ملګري سره نيولى

د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنيت منسوبینو دوه تنه وسله وال چې یو يي د ځانمرګو بريدونو تنظيموونكى او قومندان دى، نیولي دي.
د کندهار له ولایت مقام څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد دوه کسان چې یو تن يې خان ولي  نومېږي، په زرقاوي مشهور او د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونكى دى، خو ورسره نيول شوى بل كس خان محمد په خاكسار مشهور او د كندهار د ميوند اوسېدونكى د ى. د کندهار امنیتي چارواکي وايي، د ملي امنيت منسوبینو دوه تنه وسله وال چې یو يي د ځانمرګو بريدونو تنظيموونكى او قومندان دى، نیولي دي.
د کندهار له ولایت مقام څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد دوه کسان چې یو تن يې خان ولي  نومېږي، په زرقاوي مشهور او د فارياب د دولت اباد ولسوالۍ اوسېدونكى دى، خو ورسره نيول شوى بل كس خان محمد په خاكسار مشهور او د كندهار د ميوند اوسېدونكى د ى.
د چارواکو په وینا يادو کسانو د کندهار ښار ترڅنګ په  ژېړۍ، ميوند او پنجوايي ولسواليو کې نالوستي او بې  کاره ځوانان د وسله والو فعاليتونو لپاره جلبول او بيا يې پر امنيتي پوستو او اکمالاتي کاروانونو باندې ځانمرګو بريدونو ته هڅول.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې خان ولي د ځان وژونکو ډلو ګروپي قومندان و چې د ژېړى ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د ملي اردو پر موټريز کاروان ډله ييز وسله وال بريد هم کړى و.
سرچينه وايي، د ملي امنيت رياست دا قومندان تر زیاتو پلټنو وروسته له خپل ملګري سره يو ځاى ونيوه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA