ads

كابل: افغان لوبډلې د هند د معلولينو له ملي لوبډلې كركټ سيالۍ وګټلې

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان د معلولينو ملي لوبډلې او د هند د معلولينو ملي لوبډلې ترمنځ په الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې د (دوستۍ جام) په نوم د كركټ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ افغان معلولينو ملي لوبډلې وګټله.تر پايلوبې مخكې دوه ترسره شوې لوبې […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
كابل: افغان لوبډلې د هند د معلولينو له ملي لوبډلې كركټ سيالۍ وګټلې

د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان د معلولينو ملي لوبډلې او د هند د معلولينو ملي لوبډلې ترمنځ په الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې د (دوستۍ جام) په نوم د كركټ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ افغان معلولينو ملي لوبډلې وګټله.
تر پايلوبې مخكې دوه ترسره شوې لوبې يوه د افغانستان او يوه د هند په ګټه پاى ته رسېدلې وه. د افغانستان کرکټ بورډ په کوربه توب د افغانستان د معلولينو ملي لوبډلې او د هند د معلولينو ملي لوبډلې ترمنځ په الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې پيل شوې د (دوستۍ جام) په نوم د كركټ د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ افغان معلولينو ملي لوبډلې وګټله.
تر پايلوبې مخكې دوه ترسره شوې لوبې يوه د افغانستان او يوه د هند په ګټه پاى ته رسېدلې وه.
د دغو سياليو پايلوبه پرون له غرمې وروسته ترسره شوه، افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې د ۱۶۴ منډو هدف وټاکه، خو د هند معلولينو ملي لوبډلې هم په ټاکلو شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې او لوبه برابره شوه.
لوبه تر برابرېدو وروسته سوپر اور ته لاړه، چې د هند معلولينو ملي لوبډلې په سوپر اور کې ۱۱ منډې وکړې، ورپسې د افغان معلولينو ملي لوبډلې سوپر اور كې وركړل شوى هدف پوره كړ او د دوستۍ جام پايلوبه يې په خپله بريا پاى ته ورسوله.
تر پايلوبې وروسته په ټولو لوبغاړو جايزې، مډالونه، پګړۍ، چپنې او ستاينلکونه ووېشل شول او افغان معلولينو ملي لوبډلې په ډکو ولولو او خوشاليو ګټلى جام پورته کړ.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA