د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ كې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې د يو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا درې بجې د ګيلان ولسوالۍ په بختيار کلا سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وكړ، چې د پوليسو له سخت مقاومت سره مخ شول. د غزني ولايت په ګيلان ولسوالۍ كې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې د يو قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د غزني ولايت له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، وسله والو طالبانو تېره شپه شاوخوا درې بجې د ګيلان ولسوالۍ په بختيار کلا سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وكړ، چې د پوليسو له سخت مقاومت سره مخ شول.
د سرچينې په وينا، په ياده نښته کې د عرفان په نوم د يو سيمه ييز قوماندان په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي او يو پوليس ټپي شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


