ads

غزني: پر ملكيانو د سړك د غاړې چاودنه، ۲ مړه، ۳ ټپيان

د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د ملکي وګړو پر یوه سراچه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې په پايله كې يې دوه ملكي وګړي مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري د دې ولایت په ملکي روغتون کې کلید ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
غزني: پر ملكيانو د سړك  د غاړې چاودنه، ۲ مړه، ۳ ټپيان

د غزني په اندړو ولسوالۍ كې د ملکي وګړو پر یوه سراچه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې په پايله كې يې دوه ملكي وګړي مړه او ۳ نور ټپيان شوي دي.
د غزني د ولایتي شورا غړي خالقداد اکبري د دې ولایت په ملکي روغتون کې کلید ته وویل، پېښه نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ـ کندهار لویې لارې په اوږدو، د اندړو ولسوالۍ په ناني سیمه کې رامنځته شوې چې قربانيان يې له جاغوري ولسوالۍ څخه د غزني مركز ته پر لاره وو.

روغتیایې چارواکي هم مني چې دوی ته له یادې پیښې دوه مړي او درې ټپیان ور وړل شوي، خو په وينا يې د ټپیانو روغتیایي وضعه نازکه ده.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پیښې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA