ads

عبدالله: د دهمزنګ د پېښې عاملين پيدا كوو

د ملي یووالي حکومت اجرایه رئيس یو ځل بیا د دهمزنګ د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي وکړه او د دغې پيښې د عاملینو د پيدا کولو ډاډ یې ورکړ.په ورته وخت کې لویه څارنوالي وايي، د دغې پيښې د عاملینو د نیولو هڅې يې پيل کړي او ډير ژر به یې د قانون منګولو […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
عبدالله: د دهمزنګ د پېښې عاملين پيدا كوو

د ملي یووالي حکومت اجرایه رئيس یو ځل بیا د دهمزنګ د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي وکړه او د دغې پيښې د عاملینو د پيدا کولو ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې لویه څارنوالي وايي، د دغې پيښې د عاملینو د نیولو هڅې يې پيل کړي او ډير ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د حکومت اجرایه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې یوځل بیا ټینګار وکړ، چې حکومت د ټولو ولسونو روا غوښتنې مني او ورته به د پلان له مخې حل لارې ګوري. د ملي یووالي حکومت اجرایه رئيس یو ځل بیا د دهمزنګ د پيښې له قربانیانو سره خواخوږي وکړه او د دغې پيښې د عاملینو د پيدا کولو ډاډ یې ورکړ.
په ورته وخت کې لویه څارنوالي وايي، د دغې پيښې د عاملینو د نیولو هڅې يې پيل کړي او ډير ژر به یې د قانون منګولو ته وسپاري.
د حکومت اجرایه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې یوځل بیا ټینګار وکړ، چې حکومت د ټولو ولسونو روا غوښتنې مني او ورته به د پلان له مخې حل لارې ګوري.
هغه د بریښنا په اړه د روښنايي غورځنګ لاریون حق وګاڼه او په دغه لاریون کي یې وروستی ځانمرګی برید یو ځل بیا وغانده.
عبدالله ډاډ ورکړ، چې د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې غلی نه دی ناست او خپلې هڅې يې پيل کړې دي: ((، دا غوښتنه د عملي كېدو په حال كې ده،  زه ټولو شهيدانو ته دعا كوم، ټولو هېوادوالو ته ډاډ وركوم، چې د افغانستان په هر ګوټ كې دوى غوښتنې مطرح كوي، د سيمو د محروميت په پام كې نيولو سره د حكومت لخوا اقدام كېږي.))
په ورته وخت کې لوی څارنوال فرید حمیدي هم نن په لویه څارنوالۍ کې د یو خبري کنفرانس پرمهال خبریالانو ته ډاډ وکړ، چې د دهمزنګ د پيښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
هغه وویل، چې ډير ژر به د دغې پيښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته به یې وسپاري.
د یادولو وړ ده، چې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې د روښنایۍ غورځنګ د زرګونه اعتراض کوونکو په ډله کې داعش وسله والو دوه ځانمرګي بریدونه وکړل، چې له امله یې ۸۱ کسان ووژل او ۲۳۱ نور ژوبله دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA