ads

د غزني د ښځو چارو رئيسه له وسله وال بريده روغه وتلې

د غزني ولایت د ښځو چارو د ریاست مشره شکریه ولي نن سهار له یوه وسله وال برید څخه روغه وتلې، خو په پېښه کې د دې ولایت د مستوفیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.د غزني له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، نا پېژانده وسله والو نن […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
د غزني د ښځو چارو رئيسه له وسله وال بريده روغه وتلې

د غزني ولایت د ښځو چارو د ریاست مشره شکریه ولي نن سهار له یوه وسله وال برید څخه روغه وتلې، خو په پېښه کې د دې ولایت د مستوفیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د غزني له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، نا پېژانده وسله والو نن سهار شاوخواه نهه بجې د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په موی مبارک سیمه کې د ښځو چارو د رئيسې پر موټر وسله وال برید کړی. د غزني ولایت د ښځو چارو د ریاست مشره شکریه ولي نن سهار له یوه وسله وال برید څخه روغه وتلې، خو په پېښه کې د دې ولایت د مستوفیت یو کارکوونکی وژل شوی دی.
د غزني له امنیه قومندانۍ څخه کلید ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، نا پېژانده وسله والو نن سهار شاوخواه نهه بجې د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په موی مبارک سیمه کې د ښځو چارو د رئيسې پر موټر وسله وال برید کړی.
سرچینه کاږي، په یاده پېښه کي د ښځو چارو رئيسې شکریې ولي ته زیان نه دی اوښتی، خو ورسره د شفیق په نامه د مستوفیت یو تن  کارکوونکی وژل شوی دی.
خبر پاڼه د غزني د امنیه قومندان مل پاسوال امین الله امرخیل له قوله لیکي، د ښځو چارو د رئيسې د امنيت د خونديتوب لپاره يې درې سرتېري توظيف كړي وو خو هغې له خپل امنيتي ګارد څخه د خپل امنيت د خونديتوب لپاره استفاده نه كوله.
خبرپاڼه لیکي، دا مهال د پېښې د څرنګوالي او د عاملینو د تشخیص او نیولو په موخه د کشفي ارګانونو هلې ځلې روانې دي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پیښې مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال كې ده چې څو ورځې وړاندې د غزني د سولې ولايتي كمېټې د مشر په كور هم د لاسي بمونو بريد شوى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA