ads

د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو غونډه پيل شوه

په مشهد كې د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو لومړنۍ ناسته پيل شوه چې دواړه غاړې به په كې د هېوادونو په كچه د خپلمنځي اړيكو پر پراختيا بحثونه وكړي.دا ناسته چې دوه ورځې به دوام وكړي، د افغانستان له اړخه په كې د مخدره توكو  پر ضد د مبارزې وزارت معين، […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو غونډه پيل شوه

په مشهد كې د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو لومړنۍ ناسته پيل شوه چې دواړه غاړې به په كې د هېوادونو په كچه د خپلمنځي اړيكو پر پراختيا بحثونه وكړي.
دا ناسته چې دوه ورځې به دوام وكړي، د افغانستان له اړخه په كې د مخدره توكو  پر ضد د مبارزې وزارت معين، د هرات، فراه او نيمروز والي ګډون كړى  او د  ايران لخوا نه په كې د داخله وزارت معين، د خراسان رضوي، خراسان جنوبي، سيستان او د ايراني بلوچستان ولايتونو واليانو برخه اخيستې ده. په مشهد كې د افغانستان او ايران د سرحدي ولايتونو د واليانو لومړنۍ ناسته پيل شوه چې دواړه غاړې به په كې د هېوادونو په كچه د خپلمنځي اړيكو پر پراختيا بحثونه وكړي.
دا ناسته چې دوه ورځې به دوام وكړي، د افغانستان له اړخه په كې د مخدره توكو  پر ضد د مبارزې وزارت معين، د هرات، فراه او نيمروز والي ګډون كړى  او د  ايران لخوا نه په كې د داخله وزارت معين، د خراسان رضوي، خراسان جنوبي، سيستان او د ايراني بلوچستان ولايتونو واليانو برخه اخيستې ده.
دواړه غاړې پر دې بحث كوي چې څنګه كولى شي؟ سرحدي ستونزې اوارې كړي، د مخدره توكو د قاچاق مخنيوى وشي ، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګريزې او ټرانزيټې ستونزې حل شي او په ايران كې د افغان كډوالو ستونزې د بحث لپاره راوړاندې شي.
د هرات سرپرست مرستيال والي  محمد نعيم بهير په دې اړه كليد ته وويل، د افغانستان او ايران تر منځ په دې ورستيو كې سرحدي ستونزې زياتې شوې وې او اړتيا وه چې د دغو ستونزو د حل لپاره دغسې يوه ناسته جوړه شي.
د هرات ولايت شورا د دواړو هېوادونو د واليانو په سطحه د مشهد دغه ناستې ته هركلى ويلى او هيله يې ښودلې چې په دې سره به د دواړو هېوادونو سرحدي مسايل تر ډېره كم شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA