د هلمند په ۲۱۵ ميوند قول اردو كې د امريكايي ځواكونو قومندان جنرال انډريورولنګ وايي، په دغه ولايت كې له تېرو څو مياشتو راهيسې وسله وال مخالفين خورا كمزوري شوي او اوس په سيمه كې افغان امنيتي ځواكونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته وتلي دي.
رولينګ ويلي، په هلمند كې طالبان ځكه كمزوري شوي چې حكومت په ولايتي اداره كې مثبت تغييرات راوستي او د افغان امنيتي ځواكونو تر منځ همغږي هم زياته شوې ده. د هلمند په ۲۱۵ ميوند قول اردو كې د امريكايي ځواكونو قومندان جنرال انډريورولنګ وايي، په دغه ولايت كې له تېرو څو مياشتو راهيسې وسله وال مخالفين خورا كمزوري شوي او اوس په سيمه كې افغان امنيتي ځواكونه له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته وتلي دي.
رولينګ ويلي، په هلمند كې طالبان ځكه كمزوري شوي چې حكومت په ولايتي اداره كې مثبت تغييرات راوستي او د افغان امنيتي ځواكونو تر منځ همغږي هم زياته شوې ده.
رولينګ وايي، افغان ځواكونو په سنګين او مارجه كې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر وسله وال مخالفين له منځه وړي او لښكرګاه ښار هم له امنيتي ګواښونو خوندي شوى دى: (( زه چې ګورم والي، د قول اردو قومندان او د پوليسو قومندان په ډېر ښه ډول اجرائت كوي، زما په نظر هلمند كې به امنيتي وضعيت ډېر لږ وخت كې ښه شي، فعلا كه تاسې چېرته معلومات ولرئ افغان ځواكونو په سنګين او مارجه كې د عملياتو له لارې ډېر زيات وسله وال له منځه وړي دي. موږ هم ځينو ځايونو كې هوايي مرسته كړې ده))
جنرال رولنګ زياته كړه، د هلمند وضعيت د تېر كال په پرتله خورا ښه شوى دى او په راتلونكي كې دوى هم د لښكرګاه، سنګين او مارجې د امنيتي وضعيت د لا ښه والي لپاره ګڼ امنيتي پلانونه عملي كوي: ((وضعيت ډېر ښه دى، ځكه چې د ۲۱۵ ميوند قول اردو له قومندان سره مو ډېرې جلسې نيولي، موږ د راتلونكي پلان په اړه هم سره خبرې كړي دي چې څنګه امنيت بهتر كړو؟ نو هر قدم به له ښې مطالعې او احتياط سره اخلو. هر ګام به مو د هلمند د رهبرۍ په سپارښتنه عملي كېږي.))
د هلمند د امنيتي وضعيت په ښه والي كې د امريكايي ځواكونو د رول په اړه مو بيا د ۲۱۵ ميوند قول اردو قومندان ډګرجنرال محمد معين فقير وپوښت.
نوموړي وويل، امريكايي ځواكونو په ځمكنيو عملياتو كې د افغان ځواكونو مرسته نه ده كړې او دا مهال په هلمند كې مېشت امريكايي ځواك يوازې هوايي برخه، جنګي تجهيزاتو او د روزنې په برخه كې له افغان ځواكونو سره مرسته كوي.
فقير دغه راز وويل امريكايي ځواكونه كله كله په هلمند كې په ناڅاپي ډول هم وسله وال په هوايي بريدونو كې په نښه كوي.


