ads

افغانستان له ويسټ انډيز سره ۵ يو ورځنۍ او ۳ شل اووريزې لوبې كوي

افغانستان به د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړیوال جام له اتلې لوبډلې وېسټ انډیز سره د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې درې شل اوریزې او پینځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.د کرکټ بورډ مسوولین وايي، دا لوبې د افغان لوبغاړو د ظرفیت لوړونې لپاره ډېرې ګټورې دي او دا لوبې به وکولی شي، چې […]

نویسنده: TKG
5 زمری 1395
افغانستان له ويسټ انډيز سره ۵ يو ورځنۍ او ۳ شل اووريزې لوبې كوي

افغانستان به د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړیوال جام له اتلې لوبډلې وېسټ انډیز سره د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې درې شل اوریزې او پینځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ مسوولین وايي، دا لوبې د افغان لوبغاړو د ظرفیت لوړونې لپاره ډېرې ګټورې دي او دا لوبې به وکولی شي، چې افغان لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې د لا پرمختګ جوګه کړي. افغانستان به د ۲۰۱۶ کال د کرکټ نړیوال جام له اتلې لوبډلې وېسټ انډیز سره د ۲۰۱۷ کال په جون میاشت کې درې شل اوریزې او پینځه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.
د کرکټ بورډ مسوولین وايي، دا لوبې د افغان لوبغاړو د ظرفیت لوړونې لپاره ډېرې ګټورې دي او دا لوبې به وکولی شي، چې افغان لوبغاړي په نړیوالو لوبو کې د لا پرمختګ جوګه کړي.
د کرکټ بورډ اجرایه رییس شفیق الله ستانکزي د دغو لوبو د ارزښت په  اړه كليد ته وويل: (( هلته كه افغانستان چېرته په اته بهترينو لوبډلو كې راغى نو د ۲۰۱۹ كال نړيوال جام ته به موږ مستقيما لاره ومومو.))
د یادولو وړ ده، چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ادارې هم له افغانستان سره د پنځه یو ورځنۍ او درې شل اوریزو سیاليو په اړه رسمي خبرپاڼه خپره کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA