په ميدان وردګو كې درې تنه د رشوت ورکولو او اخيستلو په مهال لاس په لاس نيول شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر يوه خبرپاڼه وايي، چې دغه کسان د و لايت مقام په هلو ځلو او امنيه قوماندانۍ په همکارۍ نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي . په ميدان وردګو كې درې تنه د رشوت ورکولو او اخيستلو په مهال لاس په لاس نيول شوي دي.
د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر يوه خبرپاڼه وايي، چې دغه کسان د و لايت مقام په هلو ځلو او امنيه قوماندانۍ په همکارۍ نيول شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي .
اعلاميه وايي، چې نيول شوي کسان محمد ګل، لالاګل او محمد طاهر نوميږي، چې په خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې په نيول شويو کسانو کې د پاسپورټ مديريت مامور، کميشنکار او رشوت ورکوونکی شامل دي.
د ميدان وردګو والي ځنډي ګل زماني څارنوالانو ته لارښوونه کړې چې، دغه قضيه په جدي توګه و څيړي او په دې قضيه کې نورښکيل کسان هم را پيدا او څارنوالۍ ته دې وسپاري .


