ads

ملګري ملتونه:د سږني ميلادي كال په لومړيو ۶ مياشتو كې ۵۱۶۶ ملكيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چې د جنګ قانون باید په نظر کې ونیسي، تر څو د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی ورسره وشي.دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وکړې.په دغه […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1395
ملګري ملتونه:د سږني ميلادي كال په لومړيو ۶ مياشتو كې ۵۱۶۶ ملكيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جګړې له ښکیلو غاړو وغوښتل، چې د جنګ قانون باید په نظر کې ونیسي، تر څو د ملکیانو د مرګ ژوبلې مخنیوی ورسره وشي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو نن په کابل کې د یو خبري کنفرانس پر مهال وکړې.
په دغه کنفرانس کې د ملګرو ملتونو یادې استازولۍ، په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه د ۲۰۱۶ کال د لومړیو شپږو میاشتو رپوټ وړاندې کړ.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي زیاته کړه، افغان دولت د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي په موخه یو لړ اقدامات تر لاس لاندې نیولي دي.
هغه د افغان دولت په وسله والو مخالفینو غږ وکړ، چې د عامه خلکو د اوسیدو په ځایونو کې دې د بریدونو او نښتو څخه لاس په سر شي: ((افغان دولت د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي لپاره یو لړ اقدامات ترسره کړي؛ خو باید د دولت وسله وال مخالفین هم د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره اقدامات ترسره کړي.))
په خبري کنفرانس کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ د بشري حقونو د برخې مسوولې کاریل یل وویل، چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۶۶ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې د شپیته فيصده تلفاتو مسوول یې د دولت وسله والو مخالفین دي.
هغې زیاته کړه، په دغه موده کې ۱۶۰۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۳۵۶۵ نور يې ټپيان دي، چې لوی لاملونه یې هم ځمکني عملیات، نښتې او ځانمرګي بریدونه دي: ((په وژل شویو او ټپيانو کې یوازې ۲۰۰۰ تلفات د ځمکنیو عملیاتو دي او ورپسې زیاته کچه مرګ ژوبله، ځانمرګو بریدونو اړولې ده.))
ملګري ملتونه وايي، د طالبانو په ګډون د دولت وسله والو مخالفینو په هغو ځایونو بریدونه کړي، چې ملکيان په کې اوسیدل او حتی په دغو بریدونو کې ډير کله يې ځينې بريدونه په قصدي ډول هم ترسره شوي دي.
که څه هم د دولت وسله والو مخالفینو په دې اړه غبرګون نه دی څرګند کړی؛ خو تر دې وړاندې وسله والو طالبانو ورته راپورونه یو طرفه بللي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA