ads

ملي امنيت شورا د شهيدانو چوك د قربانيانو په اړه ځانګړې غونډه وكړه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا ځانګړې غونډه، شهيدانو چوک کې د وړمې ورځې بريد په اړه د دغې شورا د تېرې ځانګړې غونډې د لارښوونو د اجرا اتو د تعقيب په هدف پرون په ارګ کې جوړه شوه.   د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1395
ملي امنيت شورا د شهيدانو چوك د قربانيانو په اړه ځانګړې غونډه وكړه

د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا ځانګړې غونډه، شهيدانو چوک کې د وړمې ورځې بريد په اړه د دغې شورا د تېرې ځانګړې غونډې د لارښوونو د اجرا اتو د تعقيب په هدف پرون په ارګ کې جوړه شوه.  
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د ملي امنيت شورا د يادې پېښې د ټپيانو د درملنې، د وژل شويو كسانو د تدفين  او د هغوى کورنيو سره د مرستې په اړه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې په دې برخه کې له ټولو دولتي امکاناتو کار واخلي. د جمهور رئيس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنيت شورا ځانګړې غونډه، شهيدانو چوک کې د وړمې ورځې بريد په اړه د دغې شورا د تېرې ځانګړې غونډې د لارښوونو د اجرا اتو د تعقيب په هدف پرون په ارګ کې جوړه شوه.  
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي، د ملي امنيت شورا د يادې پېښې د ټپيانو د درملنې، د وژل شويو كسانو د تدفين  او د هغوى کورنيو سره د مرستې په اړه اړوندو ارګانونو ته لازمې لارښوونې وکړې، چې په دې برخه کې له ټولو دولتي امکاناتو کار واخلي.
په غونډه کې د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو د کابل، هلمند، اروزګان، کندهار، کندوز، سرپل، فارياب، سمنګان، بغلان او غور ولايتونو د امنيتي وضعيت په اړه راپور وړاندې کړ.
د ملي امنيت شورا د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو له مېړانې او نه ستړې کېدونکو هلو ځلو، چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا، امنيت او ارامښت د ساتلو په برخه کې يې ترسره کړي، مننه وکړه او د دغو ځواکونو د هڅو د دوام  لپاره يې امنيتي او دفاعي ارګانونو ته د امنيتي ګواښونو د مخنيوي او په ټول هېواد کې د امنيت د ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA