په كندهار كې په كور دننه توليد شویو لبنياتو، له بهره د واردېدونكو بېکیفیته لبنیاتو بازار سوړ كړى دى. په دغه ولايت كې اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۱۰۰زره لیتره د غوا شيدې توليدېږي.
د دې ولايت د خلكو له لوري د كورنيو لبنياتو خوښول او له هغو ډېره استفاده د دې سبب شوې چې نور د بهرنيو لبنياتو سوداګر له كندهاره كډې بار كړي.
د كورنيو توليداتو ښه بازار پانګهوال هم هڅولي چې د غواګانو فارمونه جوړ كړي او هر فارم د ورځې سلګونه لیتره شيدې توليد كړي. اوس د دغو فارمونو شمېر ۶۰۰ ته رسېدلى دی. د فارمونو تر څنګ هغه خلك چې په لرې پرتو سيمو كې په خپلو کورونو کې يوه، دوه يا درې غواګانې لري، شيدې يې توليدي كمپنيو ته رسوي. په كندهار كې په كور دننه توليد شویو لبنياتو، له بهره د واردېدونكو بېکیفیته لبنیاتو بازار سوړ كړى دى. په دغه ولايت كې اوسمهال هره ورځ شاوخوا ۱۰۰زره لیتره د غوا شيدې توليدېږي.
د دې ولايت د خلكو له لوري د كورنيو لبنياتو خوښول او له هغو ډېره استفاده د دې سبب شوې چې نور د بهرنيو لبنياتو سوداګر له كندهاره كډې بار كړي.
د كورنيو توليداتو ښه بازار پانګهوال هم هڅولي چې د غواګانو فارمونه جوړ كړي او هر فارم د ورځې سلګونه لیتره شيدې توليد كړي. اوس د دغو فارمونو شمېر ۶۰۰ ته رسېدلى دی. د فارمونو تر څنګ هغه خلك چې په لرې پرتو سيمو كې په خپلو کورونو کې يوه، دوه يا درې غواګانې لري، شيدې يې توليدي كمپنيو ته رسوي.
احسان الله فضلي په كندهار ښار كې د افغان مالدار لبنیاتي کمپنۍ مشر دى. نوموړى وايي چې په کندهار کې د توليدي كمپنيو په ډېرېدو سره د لبنياتو توليد هم زيات شوى دى. فضلي وايي چې په دغه ولايت كې د لبنیاتو كمپنۍ د څو ورځو له پاره د توليداتو د ساتلو زمينه مساعده كړې ده، خو په خبره یې تر دې مهاله د فارمونو چارواکي د غواګانو د روزنې په برخه کې لا ډېر مسلکي نه دي.
دغسې یو څه د فارمونو مالكان هم مني، دوی له دولت او اړوندو موسسو څخه غوښتنه كوي چې د فارمونو د مديريت او روزنې په برخه كې د زدهكړو زمينه ورته برابره كړي. څو تنو يې په كندهار كې د كليد خبريال ته ويلي، د غواګانو ساتلو فارمونه ډېر شوي، خو كه د دغو فارمونو مسوولينو ته په دې برخه كې روزنه وركړل شي، توليدات به يې دوه چنده شي. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست هم مني چې د مسلكيتوب په برخه كې ستونزې شته، خو ټينګار كوي چې له دې سره سره په ورځ کې۱۰۰زره لیتره شيدې توليدول ستره لاسته راوړنه ده. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست مسوولين همداراز وايي، هڅه كوي چې فارملرونكو ته د زدهكړو په برخه كې اسانتياوې برابرې كړي. د یاد رياست د ترويج څانګې مشر محمدالله نوري وايي، د عصري سیستم د نشتوالي له كبله فارملرونکي د ډېر وخت له پاره شیدې نه شي ساتلای او ژر خرابیږي. نوري زياتوي، اوسمهال په کندهار کې د لبنیاتو د تولید دوې کمپنۍ فعالیت کوي چې په عصري وسایلو سمبال دي. د نوري په خبره، دغه كمپنۍ خورا اغېزناکې دي او د لبنیاتو تولید د زیاتوالي په برخه کې يې مثبته نتيجه وركړې ده.
له كندهار څخه داسې مهال دغه ډول راپورونه خپرېږي چې دم ګړۍ د هېواد ډېرى بازارونه، د ګاونډيو هېوادونو وارداتي لبنياتو اشغال كړي او كورنی توليدات په كې ډېر كم تر سترګو كېږي.
خلك هيله لري چې د افغانستان حكومت د نورو صنعتي سكټورونو تر څنګ د لبنياتو توليد ته ځانګړې پاملرنه وكړي او په دې برخه كې د شته فعاليتونو ملاتړ وكړي. د ډېرو په باور كرنه او مالداري هغه سكټور دى چې په افغانستان كې ډېر پرمختګ كولاى شي، ځكه د افغانستان په سلو کې ۷۰ وګړي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي. نو په دې اساس افغانستان نه یوازې بايد په دې برخه كې خپلې اړتياوې پوره كړي، بلكې نورو هېوادونو ته هم صادرات ولري.


