د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې پوليس وايي، سږ كال يې د زرګونه كېلو ګرامه نشه يي توكو تر څنګ ۹ لوى قاچاقبران هم نيولي دي.
د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو پوليسو د كشف امر محمد اسماعيل غوثي كليد ته وويل، پوليسو نور كسان هم د قاچاق په تور نيولي خو دغه نيول شوي نهه لوى قاچاقبران د سيمې په كچه مشهور وو.
د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې پوليس وايي، سږ كال يې د زرګونه كېلو ګرامه نشه يي توكو تر څنګ ۹ لوى قاچاقبران هم نيولي دي.
د كندهار د نشه يي توكو پر وړاندې د مبارزې ځانګړو پوليسو د كشف امر محمد اسماعيل غوثي كليد ته وويل، پوليسو نور كسان هم د قاچاق په تور نيولي خو دغه نيول شوي نهه لوى قاچاقبران د سيمې په كچه مشهور وو: (( دا قاچاقبر په هېواد دننه او دباندې يې د مخدره توكو د شبكو په راس كې وو اوس لويې څارنوالۍ ته معرفي شوي دي، ګڼ نور كسان هم له چرسو، هيروينو او نورو نشه يي توكو سره نيول شوي دي.))
غوثي زياته كړه،، له نيول شويو قاچاقبرانو او د مخدره توكو له كاروباريانو څخه نيول شوي ۳۵ ټنه بېلا بېل نشه يي توكي د دوى په ولكه كې دي او تر اصولي مراحلو وروسته به وسوځول شي: (( په تازيه قضيو كې ۴۷ كېلو ګرامه هيروين، ۴۴۷ كېلو ګرامه مورفين، ۲۵۵ كېلو ګرامه ترياك او ۲۲ كېلو چرس لاسته راغلي، همداراز ۱۶۰ ليټره الكولي مشروبات هم موږ نيولي، اوس فعلا ۳۵ ټنه مخدره توكي د مواد مخدر په مديريت كې شته چې وبه يې سوځوو.))
بايد وويل شي، د لويو قاچاقبرانو تر څنګ په كندهار ښار كې ګڼ كوچني دوكانداران هم شته چې نشه يي توكي پر روږدو كسانو پلوري. كندهاريان په دې اړه له د مخدره توكو پر ضد د مبارزې له پوليسو غواړي چې پر دغو كوچنيو كاروباريانو هم سخت بنديزونه ولګوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


