د کندهار والي وايي په معارف، استخدام او په ولايتي کچه د عامه اړيکو په برخو کي اصلاحات راولي.
د كندهار والي د ځوانانو له مشورتي بورډ سره په ناسته كې ژمنه كړې چې د پوهنې په سيسټم، استخدام او په ولايتي كچه د عامه اړيكو برخه كې به جدي اصلاحات راولي. د کندهار والي وايي په معارف، استخدام او په ولايتي کچه د عامه اړيکو په برخو کي اصلاحات راولي.
د كندهار والي د ځوانانو له مشورتي بورډ سره په ناسته كې ژمنه كړې چې د پوهنې په سيسټم، استخدام او په ولايتي كچه د عامه اړيكو برخه كې به جدي اصلاحات راولي.
د كندهار د والي له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي چې ځوانانو والي ته د كندهار د معارف په برخه كې پرتې ستونزې ويلي او ترې غوښتي يې دي چې د تدريسي كتابونو د نشتوالي ستونزه له منځه يوسي.
ځوانانو دغه راز والي ته ويلي، په كندهار كې فزيكي امنيت شته مګر د قانون نه تطبيق او په دې برخه كې د خلكو د عامه پوهاوي نشتوالي د خلكو په ذهنونو كې د ناامنۍ په اړه اندېښنې له منځه نه دي وړي.
ځوانانو دغه راز د كندهار له والي غوښتي چې مدني بنسټونو ته پر حكومتي ادارو د نظارت څار وركول شي او همدا راز ولايت اداره هم بايد د عامه اړيكو پياوړتيا ته ځانګړې پاملرنه وكړي.
سرچينه په جزياتوكې د والي له قوله ليكي، همايون عزيزي ژمنه كړې چې د پوهنې په سيسټم او استخدام كې به د اصلاحاتو راوستلو تر څنګ د عامه اړيكو برخه پياوړې كوي.


