ads

د كابل ښار پر درېيم مكروريانو توغندويي بريد شوى

د كورنيو چارو وزارت پر كابل ښار د توغندويي بريد خبر وركوي.د دې وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې دغه توغندى تېر ماښام د نهمې امنيتي حوزې اړوند د درېيم مكروريانو په سيمه كې لګېدلى دى.د هغه په وينا، د دغه توغندويي بريد له كبله په ياده سيمه كې چا ته ځاني يا مالي زيان […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1395
د كابل ښار پر درېيم مكروريانو توغندويي بريد شوى

د كورنيو چارو وزارت پر كابل ښار د توغندويي بريد خبر وركوي.
د دې وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې دغه توغندى تېر ماښام د نهمې امنيتي حوزې اړوند د درېيم مكروريانو په سيمه كې لګېدلى دى.
د هغه په وينا، د دغه توغندويي بريد له كبله په ياده سيمه كې چا ته ځاني يا مالي زيان نه دى رسېدلى.
صديقي زياتوي، پوليسو د دې پېښې په اړه څېړنې پيل كړي او ډېر ژر به روښانه شي، چې دغه توغندى له كوم لوري او د څه هدف لپاره توغول شوى دى. د كورنيو چارو وزارت پر كابل ښار د توغندويي بريد خبر وركوي.
د دې وزارت وياند صديق صديقي وايي، چې دغه توغندى تېر ماښام د نهمې امنيتي حوزې اړوند د درېيم مكروريانو په سيمه كې لګېدلى دى.
د هغه په وينا، د دغه توغندويي بريد له كبله په ياده سيمه كې چا ته ځاني يا مالي زيان نه دى رسېدلى.
صديقي زياتوي، پوليسو د دې پېښې په اړه څېړنې پيل كړي او ډېر ژر به روښانه شي، چې دغه توغندى له كوم لوري او د څه هدف لپاره توغول شوى دى.
تراوسه د دغې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى، خو تر دې وړاندې د ورته پېښو پړه وسله والو طالبانو منلې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA