ads

ختيځ كې د پوليو واكسينو پنځه ورځنى كمپاين پيل شو

روغتیايي چارواکي وايي، د ختیځ زون ټولې هغې ولسوالۍ چې د پولیو له واكسينو پاتې شوي، د پنځه ورځني کمپاین پر مهال به یې ماشومان واکسین شي.دوی وايي، یوازې په ننګرهار کې به ۴ لکه ۱۰زره  او ۶۰۰ کوچنیان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج د دغه […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1395
ختيځ كې د پوليو واكسينو پنځه ورځنى كمپاين پيل شو

روغتیايي چارواکي وايي، د ختیځ زون ټولې هغې ولسوالۍ چې د پولیو له واكسينو پاتې شوي، د پنځه ورځني کمپاین پر مهال به یې ماشومان واکسین شي.
دوی وايي، یوازې په ننګرهار کې به ۴ لکه ۱۰زره  او ۶۰۰ کوچنیان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج د دغه کمپاین د پرانیستې پر مهال وویل، دوی به دغه کمپاین د ختیځ په ټولو هغو ولسوالیو کې تطبیق کړي، چې د پولیو ناروغۍ د پیښیدو ویره په کې موجوده وي. روغتیايي چارواکي وايي، د ختیځ زون ټولې هغې ولسوالۍ چې د پولیو له واكسينو پاتې شوي، د پنځه ورځني کمپاین پر مهال به یې ماشومان واکسین شي.
دوی وايي، یوازې په ننګرهار کې به ۴ لکه ۱۰زره  او ۶۰۰ کوچنیان د پولیو پر وړاندې واکسین کړي.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مرستیالې مقدسې معراج د دغه کمپاین د پرانیستې پر مهال وویل، دوی به دغه کمپاین د ختیځ په ټولو هغو ولسوالیو کې تطبیق کړي، چې د پولیو ناروغۍ د پیښیدو ویره په کې موجوده وي.
نوموړې وایي، دوى به يوازې د ننګرهار په ۱۱ ولسوالیو کې دغه کمپاین د ۲ زره ۵ سوه او ۴۰ تنو رضاکارانو له لوري مخته یوسي: (( په ټوله شرقي حوزه كې ۵ ورځنى كمپاين لرو، په دې كمپاين كې هغو ولسوالسواليو باندې فوكس ډېر دى چې د پوليو د فلج خطر په كې ډېر دى.))
په همدې حال کې بیا دیني عالمان وایي، چې د پولیو واکسین حلال دی او هیڅوک دا نه شي ثابتولی چې ګواکې د دغې ناروغۍ پر وړاندې د پولیو څاڅکي ناروا دي.
دیني عالم او د ننګرهار د حج و اوقافو ریاست مرستیال لعل تان همت کلید ته وویل، دوی په ټولو ولسوالیو کې دیني عالمانو ته دنده ورکړې، چې د جمعې د خطبو له لارې خلک وهڅوي څو ددغه کمپاین په تطبیق کې همکاري وکړي: (( په دې اړه مخكې خبرې كېدلې، خو د اسلام له نظره د پوليو واكسين هېڅ ستونزه نه لري او هېڅ نوعه ضرر انسان ته نه متوجه كوي، موږ به راروانه جمعه هم د منابرو له لارې خلكو ته دا پېغام ورسوو چې خپل ماشومان واكسين كړي.))
په ختیځ کې  دپولیو دا کمپاین په داسې حال کې پیلېږي، چې د عامې روغتیا ریاست د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶ میلادې کال کې تر اوسه پورې په ټول هیواد کې د پولیو ۶ مثبتي پیښې ثبت شوي، چې ۴ یې یوازې په کونړ کې موجودې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA