ads

اچين او هسكه مېنه كې پر داعش ډلې بريدونه، ۲۲ وسله وال مړه، ۲۱ ټپيان

د ننګرهار ولايت په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بېلابېلو بريدونو په مهال ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د اچين ولسوالۍ په باندرخوله سيمه کې د ځانګړو کورنيو ځواکونو د ځمکني بريدونو په […]

نویسنده: TKG
4 زمری 1395
اچين او هسكه مېنه كې پر داعش ډلې بريدونه، ۲۲ وسله وال مړه، ۲۱ ټپيان

د ننګرهار ولايت په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بېلابېلو بريدونو په مهال ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د اچين ولسوالۍ په باندرخوله سيمه کې د ځانګړو کورنيو ځواکونو د ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي . د ننګرهار ولايت په اچين او هسکې مېنې ولسواليو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې د بېلابېلو بريدونو په مهال ۲۲ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، د اچين ولسوالۍ په باندرخوله سيمه کې د ځانګړو کورنيو ځواکونو د ځمکني بريدونو په ترڅ کې ۱۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي .
د سرچينې په وينا، همدا راز د هسکې مېنې ولسوالۍ په ژۍ سر سيمه کې د هوايي بريد له كبله پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
سرچينه زياتوي، په وژل شويو داعشيانو کې بهرنيان هم شامل دي، چې ورسره يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي .
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA