په چين كې د سختو بارانونو له كبله راوتليو سېلابونو ۸۷ كسان وژلي، ۹۵ لا هم ورك دي او اته اعشاريه ۶ ميليونه كورنۍ يې متاثره كړې دي.
د چين رسنۍ وايي، په شمالي هيبايي ايالت كې بارانونو ۷۲ كسان وژلي او ۸۰ نور ورك دي. په دې ايالت كې باران ۵۰ زره كورونه رانړولي او اته اعشاريه ۶ ميليونه كورنۍ يې كډې كولو ته مجبورې كړې دې. په چين كې د سختو بارانونو له كبله راوتليو سېلابونو ۸۷ كسان وژلي، ۹۵ لا هم ورك دي او اته اعشاريه ۶ ميليونه كورنۍ يې متاثره كړې دي.
د چين رسنۍ وايي، په شمالي هيبايي ايالت كې بارانونو ۷۲ كسان وژلي او ۸۰ نور ورك دي. په دې ايالت كې باران ۵۰ زره كورونه رانړولي او اته اعشاريه ۶ ميليونه كورنۍ يې كډې كولو ته مجبورې كړې دې.
اخوا په هينان كې بيا بارانونو ۱۵ كسان وژلي ۱۵ نور ورك دي.
د چين د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، له دې پېښې سره يې احصاييه ښيي چې په روان كال كې د ځمكې ښويدنې او بارانونو له كبله څه باندې ۲۰۰ كسان وژل شوي دي.
د چين حكومت وايي، تازه بارانونو په دغه هېواد كې يو نيم ميليون هكټاره فصلونه خراب كړي او نږدې ۳ ميليارده ډالر تاوانونه يې اړولي دي.
حكومت ويلي، د افت ځپلو كورنيو لپاره مرستې ژر تر ژره رسوي، خو ځنډېدلى د برېښنا جريان او د مواصلاتي سيسټم بيا فعالول به وخت ونيسي.


