ads

ننګرهار كې د بټيو كارګرانو ماشومانو ته د زده كړو زمينه برابرېږي

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري نن د سرخرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې د کوچنیانو لپاره د زده کړې زمینې برابرولو په موخه له یوې ادارې سره تړون لاسلیک شو.چارواکي وایي، د دغه تړون په عملي کېدو سره په ډیرو بټیو کې کوچینان له شاقه کارونو خلاص شي.د ننګرهار […]

نویسنده: TKG
3 زمری 1395
ننګرهار كې د بټيو كارګرانو ماشومانو ته د زده كړو زمينه برابرېږي

د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري نن د سرخرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې د کوچنیانو لپاره د زده کړې زمینې برابرولو په موخه له یوې ادارې سره تړون لاسلیک شو.
چارواکي وایي، د دغه تړون په عملي کېدو سره په ډیرو بټیو کې کوچینان له شاقه کارونو خلاص شي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد له کلید سره په خبرو کې وویل،  دohw  ادارې په مالي همکارۍ یې د روغتیا او پوهنې له ریاستونو سره په ګډه داسې پلان ترتیب کړی، چې له مخې به يې د خښتو په بټيو كې د درنو كارونو ترسره كوونكو ماشومان ته زده كړې وركول كېږي. د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لوري نن د سرخرود ولسوالۍ د خښتو په بټیو کې د کوچنیانو لپاره د زده کړې زمینې برابرولو په موخه له یوې ادارې سره تړون لاسلیک شو.
چارواکي وایي، د دغه تړون په عملي کېدو سره په ډیرو بټیو کې کوچینان له شاقه کارونو خلاص شي.
د ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو رئیس عبدالحکیم شیرزاد له کلید سره په خبرو کې وویل،  دohw  ادارې په مالي همکارۍ یې د روغتیا او پوهنې له ریاستونو سره په ګډه داسې پلان ترتیب کړی، چې له مخې به يې د خښتو په بټيو كې د درنو كارونو ترسره كوونكو ماشومان ته زده كړې وركول كېږي.
شېرزاد وايي، دوی له شاقه کارونو څخه د کوچنیانو د خلاصون په اړه درې بېلا بېل پروګرامونه ترتیب کړي، چې دعامه پوهاوي مسئله هم په کې شامله ده: (( دا پروتوكول د زيربطه ادارو چې په دغه برخه كې مسووليت لري، معارف، صحت، كار اموراجتماعي او د بټيو مالكين په ګډه په كې مسووليت ادا كوو.))
په همدې حال کې بیا په ننګرهار کې د ohw ادارې ولایتي مسوول سید جوهر شاه جلالي کلید ته وویل، دوی په سرخرود ولسوالۍ کې ۱۵ مرکزونه لري، چې موخه یې له شاقه کارونو څخه د کوچنیانو خلاصون او زده کړې ته رابلل دي: (( په بهسودو او سرخرود كې ۳۰ دوستانه مراكز لرو، تقريبا موږ دلته ۱۵۰۰ ماشومان لرو، په هر سنټر كې موږ ۱۰۰ ماشومان لرو چې هر مركز كې ۵۰ نجونې  او ۵۰ هلكان دي، زموږ د پروژې هدف دا دى چې دوى له شاقه كارونو بچ، له مخدراتو خوندي او خپلو زده كړو ته پام وكړي.))
په ننګرهار د کار او ټولنیزو چارو ریاست د معلوماتو له مخې اوسمهال یوازې په سرخرود ولسوالۍ کې ددوه زرو په شاوخوا كې کوچنیان په شاقه کارونه بوخت دي، چې ډېری یې د خښتو د بټیو له خاوندانو سره ګرو دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA