د کندهار مرستیال والي عبد العلي شمسي د معتادینو د تدواۍ لپاره د جوړ شوي روغتون په انګړ كې د يو بل پنځوس بستریز تعمیر د رغولو کار رسما پرانیست.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې عبدالعلي شمسي له قوله ویل شوي چې د یاد تعمیر کار به د ۳۷ لکه افغانیو په لګښت سر ته ورسېږي چې بودیجه یې د عامې روغتيا د وزارت له لوري ورکول شوې ده.
نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چي له دوى سره په ګډه د نشه یي توکو د کښت مخه ونیسي. د کندهار مرستیال والي عبد العلي شمسي د معتادینو د تدواۍ لپاره د جوړ شوي روغتون په انګړ كې د يو بل پنځوس بستریز تعمیر د رغولو کار رسما پرانیست.
د کندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کلید ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې عبدالعلي شمسي له قوله ویل شوي چې د یاد تعمیر کار به د ۳۷ لکه افغانیو په لګښت سر ته ورسېږي چې بودیجه یې د عامې روغتيا د وزارت له لوري ورکول شوې ده.
نوموړي پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چي له دوى سره په ګډه د نشه یي توکو د کښت مخه ونیسي.
په دې اړه د عامې روغتیا سرپرست رئیس ډاکټر احمد الله فیضي وويل، ياد روغتون کې به بستر کېدونکي ناروغان ۴۵ ورځې تېروي او ټول لګښتونه به یې د روغتون له خوا ورکول کېږي چي تر رخصتولو وروسته به له بېلا- بېلو لارو تر یوه کال پوري څارل کېږي، څو یو ځل بیا د نشه يي توکو کارونې ته مخه نه کړي.


