جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې د کابل د دهمزنګ څلور لارې د پرونۍ پېښې قربانيانو ته د غمرازۍ په هدف د شهيدانو څلور لارې په نوم ونوموله.
د جمهوري رياست په وېبپاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، جمهور رئيس غني د کابل ښاروالۍ ته امر کړى، چې د دهمزنګ څلور لارې د نوې نومونې لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي. جمهور رئيس محمد اشرف غني د يو فرمان له مخې د کابل د دهمزنګ څلور لارې د پرونۍ پېښې قربانيانو ته د غمرازۍ په هدف د شهيدانو څلور لارې په نوم ونوموله.
د جمهوري رياست په وېبپاڼه کې د خپور شوي خبر له مخې، جمهور رئيس غني د کابل ښاروالۍ ته امر کړى، چې د دهمزنګ څلور لارې د نوې نومونې لپاره دې جدي اقدامات ترسره کړي.
د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په کابل ښار کې پرون ماسپښين د جنبش روشنايي پر لاريون کوونکو ځانمرګي بريد كې ۸۰ تنه وژل شوي او ۲۳۱ تنه نور ټپيان شوي دي.
افغان حکومت د دغې پېښې له قربانيانو سره د خواخوږۍ لپاره نن يکشنبې د ملي ماتم ورځ اعلان کړې او نن د ياد بريد قربانيانو ته د درناوي په خاطر په ټول هېواد او بهرنيو هېوادونو کې د افغانستان په سفارتونو او ډيپلوماټيکو نمايندګيو کې د افغانستان بيرغ نيمه ځوړند دى. جمهور رئيس اشرف غني په دې اړه په خپل يو پيغام کې وويل، چې د دې پېښې د قربانيانو غچ به واخلي. هغه زياته کړه، د پېښې د څېړلو په هدف يې د لويې څارنوالۍ په مشرۍ له دولتي او غير دولتي شخصيتونو څخه ګډ پلاوی ټاکلی دی: ((تاسې ته وعده دركوم چې د دغو شهيدانو د وينې بدل به اخلم، په دې سربېره مې د يو باصلاحيته كميسيون د تشكيل امر وركړى چې ملي دولتي او غير دولتي كسان به د لوى څارنوال په مشرۍ په كې راټول وي، دا كميسيون دنده لري چې د پېښې په اړه د دولت اړوند او غير دولتي پړه كسان په ګوته كړي چې مجازات به يې كړو.))
داعش ډلې پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې په کابل کې پرونی بريد دوی کړی دی. د هند لومړي وزير، د پاكستان لومړي وزير، د روسيې جمهور رئيس، په كابل كې د امريكا سفارت، يوناما او د غوڅ ملاتړ ماموريت دغه بريد غندلى دى. بل خوا د کورنيو چارو وزارت او د کابل ګارنيزيون قوماندانۍ د لسو ورځو لپاره پر لاريونونو بنديز لګولى.


