طالبانو د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ كې د ام ټي اين مخابراتي شبكې هغه څلور كاركوونكي خوشې كړي چې تېره اوونۍ يې له جرقدوق سيمې څخه تښتولي وو.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، دا څلور كسان د طالبانو د ځايي قومندان او تش په نوم ولسوال قاري حكمت وسله والو برمته كړي وو چې نن د ملي امنيت رياست او قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته راخوشې شول. طالبانو د جوزجان په قوش تېپه ولسوالۍ كې د ام ټي اين مخابراتي شبكې هغه څلور كاركوونكي خوشې كړي چې تېره اوونۍ يې له جرقدوق سيمې څخه تښتولي وو.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، دا څلور كسان د طالبانو د ځايي قومندان او تش په نوم ولسوال قاري حكمت وسله والو برمته كړي وو چې نن د ملي امنيت رياست او قومي مشرانو په منځګړتوب بېرته راخوشې شول.
غفوري زياته كړه، خوشې شوي كسان د قاري حكمت په كور كې ساتل كېدل، چې له راخوشې كېدو سمدستي وروسته افغان ځواكونو د طالبانو پر دغه ځاى باندې بريدونه كړي: (( تر اوسه موږ ته په دغه ځاى د بريد تلفات معلوم نه دي چې څه پېښ شوي دي.))
بايد وويل شي چې د جوزجان په قوش تېپه او جرقدوق كې دغه راز پېښې ډېرې رامنځته كېږي.


