د كندوز د دشتي ارچي چارواكي وايي، د دې ولسوالۍ ۹۵ فيصده ساحه د طالبانو په ولكه كې ده او مازې د ولسوالۍ په ودانۍ او بازار د دولت د ځواكونو ولكه ټينګه ده.
د دشت ارچي ولسوال وايي، په ياده ولسوالۍ كې مېشت ځواكونه د وسله والو پر وړاندې په پوره مورال جنګېږي او بېګا شپه يې هم په عملياتو كې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، مګر په وينا يې د اندېښنې ټكى دا دى چې دولت د دشت ارچي لپاره هېڅ نظامي پلان نه لري.
ولسوال نصرالدين سعدي كليد ته په خبرو كې وويل، په دشت ارچي كې د طالبانو حضور فعال دى او دوى دومره قوي دي چې د ولسوالۍ په شمال ختيځه غاړه كې يې لوى مركز هم جوړ كړى دى. د كندوز د دشتي ارچي چارواكي وايي، د دې ولسوالۍ ۹۵ فيصده ساحه د طالبانو په ولكه كې ده او مازې د ولسوالۍ په ودانۍ او بازار د دولت د ځواكونو ولكه ټينګه ده.
د دشت ارچي ولسوال وايي، په ياده ولسوالۍ كې مېشت ځواكونه د وسله والو پر وړاندې په پوره مورال جنګېږي او بېګا شپه يې هم په عملياتو كې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې، مګر په وينا يې د اندېښنې ټكى دا دى چې دولت د دشت ارچي لپاره هېڅ نظامي پلان نه لري.
ولسوال نصرالدين سعدي كليد ته په خبرو كې وويل، په دشت ارچي كې د طالبانو حضور فعال دى او دوى دومره قوي دي چې د ولسوالۍ په شمال ختيځه غاړه كې يې لوى مركز هم جوړ كړى دى.
د سعدي په خبره، دولت اراده نه لري چې دشت ارچي سيمه له وسله والو پاكه وي، خو دى بيا هم پر مركزي حكومت غږ كوي چې بايد د دشت ارچي د پاكولو لپاره جدي تصميم ونيول شي: (( کوم امنیتي ځواکونه چې د دشت ارچي ولسوالۍ ته د عملیاتو لپاره راغلي بسنه نه کوي او باید د هوایي ځواکونو تر څنګ نور قوتونه هم راولېږل شي.))
بلخوا د كندوز امنيه قومندان محمد قسيم جنګل باغ وايي، تېره شپه د دشت ارچي په كلينيك سيمه كې ګډو ځواكونو په ترسره كړيو عملياتو كې ۲۵ وسله وال وژلي او يو زيات شمېر نور يې ټپيان كړي دي.
د امنیه قومندان په وینا په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو یو شمېر قومندانان هم شامل دي: (( زموږ شپني عمليات به لا هم دوام ولري تر څو وسله وال وځپل شي.))
هغه د دشت ارچي د خطرناك وضعيت په اړه نور څه ونه ويل، خو دا په داسې حال كې ده چې اوونۍ وړاندې طالبانو د كندوز پر قلعه ذال ولسوالۍ بريدونه وكړل او راپورونه راغلل چې دا ولسوالي سقوط شوې ده.


