د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر د خپل روسي سيال نيكولاى پټروشوف په رسمي بلنه د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د څلور ورځني سفر په هدف مسكو ته ورسېد.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ وايي، ټاكل شوې اتمر د دغه سفر په مهال د جمهور رئيس ويلاديمير پوتين د ملي امنيت سلاكار په مشرۍ د روسيې له بين الوزارتي پلاوي سره وګوري او همدارنګه به د روسيې د كورنيو چارو، دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو سره هم دوه اړخيزې ليدنې ولري. د ملي امنيت سلاكار محمد حنيف اتمر د خپل روسي سيال نيكولاى پټروشوف په رسمي بلنه د يو لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ نن سهار د څلور ورځني سفر په هدف مسكو ته ورسېد.
د ملي امنيت شورا وياند تواب غورځنګ وايي، ټاكل شوې اتمر د دغه سفر په مهال د جمهور رئيس ويلاديمير پوتين د ملي امنيت سلاكار په مشرۍ د روسيې له بين الوزارتي پلاوي سره وګوري او همدارنګه به د روسيې د كورنيو چارو، دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو سره هم دوه اړخيزې ليدنې ولري.
د هغه په وينا، افغان هوايي ځواكونو ته د مي ۱۷ او مي ۳۵ ډوله هليكوپټرونو برابرول او تدارك، په هېواد كې د هوايي ځواكونو د تجهيزاتو د ترميم امكاناتو برابرول او ځينې نور د دغه سفر اصلي هدفونه دي: (( د دې سفر هدف دا دى چې د دواړو هېوادونو د سياسي او امنيتي اړيكو پر پراختيا خبرې وشي، د افغان امنيتي ځواكونو په خاصه توګه هوايي ځواك لپاره د ايم اى ۱۷ او ايم اى ۳۵ هليكوپټرونو تدارك او فراهم كول، د افغانستان د پوځ په تشكيلاتو كې د كارېدونكو روسي اسلحو او مهماتو باندې به هم خبرې وشي، زموږ باور دا دى چې د دې سفر په نتيجه كې به دواړه هېوادونه مشتركو توافقاتو ته لاره پيدا كړي او په ډېرو عمده مسايلو به د دواړو هېوادونو تر منځ لازم وضاحتونه رامنځته شي.))
غورځنګ زياتوي، د دوى باور دا دى، چې د افغانستان او روسيې همكاري د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه او د نشه يي توكو د كښت، قاچاق او توليد په له منځه وړلو كې خورا اړينه ده.
دا په داسې حال كې ده، چې د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په کابل كې له پروني ځانمرګي بريد وروسته د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني ته په استولي پيغام کې د تروريزم له ټولو ډولونو سره د ګډې مبارزې لپاره چمتووالى څرګند کړى دى.


