د جوزجان چارواكي وايي، بېګا شپه د شمال د درېو ولايتونو د جوزجان په درزاب ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو پر امنيتي پوستو ناكام بريدونه كړي چې په ترڅ كې يې ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د جوزجان د والي وياند محمد رضا غفوري كليد ته وويل، بېګا شپه يوه بجه او ۱۵ دقيقې د سرپل، فارياب او جوزجان طالبانو د درزاب پر امنيتي پوستو بريدونه كړي خو په نښته كې د درزاب لپاره د طالبانو مرستيال ولسوال له ۴ نورو ملګرو سره وژل شوى دى.

نوموړى په نښته كې د لسو نورو طالبانو د ټپي كېدو خبره هم كوي او وايي، د بريدونو تر ناكامېدو وروسته وسله وال له سيمې څخه په تېښته بريالي شوي دي.
وسله والو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ