د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپيان دي .
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسؤل اسماعيل کاووسي کليد ته وويل، ښايي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم زياته شي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په کابل ښار کې د لاريون کوونکو په منځ کې نننۍ بريد په سختو ټکو غندلی. د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، د کابل ښار په نننۍ چاودنه کې لږ تر لږه ۲۹ تنه وژل شوي او ۱۶۰ نور ټپيان دي .
د عامې روغتيا وزارت د عامه اړيکو مسؤل اسماعيل کاووسي کليد ته وويل، ښايي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم زياته شي.
جمهور رئيس محمد اشرف غني په کابل ښار کې د لاريون کوونکو په منځ کې نننۍ بريد په سختو ټکو غندلی.
د جمهوري رياست په خبرپاڼه کې ويل شوي، محمد اشرف غني ټولو بنسټونو او دولتي مقاماتو ته دستور ورکړ، چې د ټپيانو د ښې درملنې لپاره له ټولو امکاناتو ګټه واخلي.
اشرف غني ويلي، ددې پېښې ټپيان دې په عاجله توګه د ملي امنيت او د سردار محمد داوودخان مهجزو روغتونونو ته انتقال کړي او ښه درملنه دې وکړي.
د جمهور رئيس په وينا، سوله ييز لاريونونه د افغانستان د هر وګړي حق دی او حکومت د لاريون کوونکو د امنيت د تامين په خاطر ټول کوښښونه کوي، خو فرصت طلبه تروريستان نن د لاريون کوونکو منځ ته ننوتل او د خلکو په منځ کې يې ځانته چاودنه ورکړه.
اخوا په سيمه کې د کليد خبريال وايي، چې لاريون کوونکي بېرته د راټولېدو په حال کې دي او وايي چې خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.


