امنيتي ځواكونو په پروان ولايت کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان نيولي دي.
د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزى وايي، تېره اونۍ د دې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د خپلو ماينونو چاودنو درې تنه وسله وال طالبان وژلي وو، چې وروسته له څېړنو جوته شوه، چې په وژل شويو كسانو كې د پروان لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال والي ملا شکور هم شامل و. امنيتي ځواكونو په پروان ولايت کې ۲۰ تنه وسله وال طالبان نيولي دي.
د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزى وايي، تېره اونۍ د دې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې د خپلو ماينونو چاودنو درې تنه وسله وال طالبان وژلي وو، چې وروسته له څېړنو جوته شوه، چې په وژل شويو كسانو كې د پروان لپاره د طالبانو نومول شوى مرستيال والي ملا شکور هم شامل و.
هغه كليد ته وويل، تېره ورځ د ملا شکور جنازه د پروان په سيدخېلو کې خاورو ته سپارل کېده، چې د نورو ولايتونو وسله والو طالبانو هم په کې ګډون کړى و.
نوموړي زياته كړه، د جنازې د مراسمو په مهال د سيمې د اوسېدونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې دوه تنه طالبان په کې وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونو له نورو ولايتونو څخه راغلي ۲۰ تنه وسله وال طالبان نيولي دي.
د يادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له چاودېدونکو توكو څخه د ډکو دوو موټر سايکلونو چاودنو درې وسله وال طالبان وژلي او پنځه تنه نور يې ټپيان كړي وو.


