د لغمان ولايت مرکز مهترلام کې د سيمه ييزو پوليسو پر رېنجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنې اته تنه ټپيان كړي دي. د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې په مهترلام کې د اليشنګ پخوانۍ اډې ته څېرمه شوې ده، چې له كبله يې دوه پوليس او شپږ ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د لغمان ولايت مرکز مهترلام کې د سيمه ييزو پوليسو پر رېنجر موټر د مقناطيسي ماين چاودنې اته تنه ټپيان كړي دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا لس بجې په مهترلام کې د اليشنګ پخوانۍ اډې ته څېرمه شوې ده، چې له كبله يې دوه پوليس او شپږ ملكي وګړي ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، پنځه ټپيان تر لومړنۍ درملنې وروسته رخصت شوي او پاتې نور يې لا هم په روغتون کې دي.
ځواک زياته كړه، امنيتي او کشفي ارګانونو ته دنده سپارل شوې، چې د دې پېښې په اړه څېړنې ترسره کړي.
تراوسه د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.


