د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې د شپږو داعشيانو په ګډون ۴۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواكونو په ګډو عملياتو كې د شپږو داعشيانو په ګډون ۴۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې وزارت له مطبوعاتي دفتره نن كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د ننګرهار، غزني، پكتيكا، ميدان وردګ، هرات، سمنګان، كندوز او يو شمېر نورو ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په دغو عملياتو كې، چې د توپچي او هوايي ځواكونو ملاتړ هم ورسره و، د ملي اردو ۹ سرتېري هم وژل شوي دي.
داعش او طالب وسله والو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


