په ننګرهار ولايت كې د داعش د يوې پنځوس کسيزې ډلې مرستيال صداقت د ملي امنيت موظفينو د هلو ځلو په ترڅ کې د سولې بهير سره يو ځاى شو. د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د صداقت له قوله راغلي، د عمر فاروق په نوم د داعش د پنځوس کسيزې ډلې د مرستيال دنده يې درلوده، خو کله چې يې د داعش وحشيانه ظلمونه وليدل، له يو کلن فعاليت وروسته يې له جګړې لاس واخيست.
په ننګرهار ولايت كې د داعش د يوې پنځوس کسيزې ډلې مرستيال صداقت د ملي امنيت موظفينو د هلو ځلو په ترڅ کې د سولې بهير سره يو ځاى شو.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې د صداقت له قوله راغلي، د عمر فاروق په نوم د داعش د پنځوس کسيزې ډلې د مرستيال دنده يې درلوده، خو کله چې يې د داعش وحشيانه ظلمونه وليدل، له يو کلن فعاليت وروسته يې له جګړې لاس واخيست.
هغه زياتوي، داعشيان په بې رحمانه ډول د اسلام له نوم څخه په ګټې اخيستنې بې ګناه وګړي وژني او په دغې چارې سره پردي خوشاله ساتي.
صداقت وايي، د داعشيانو ظلمونه ورته نور د ليدلو نه وو، ځکه يې له جګړې د لاس اخيستو او د سولې بهير سره د يو ځاى كېدو پرېكړه وكړه.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


