ads

د افغانستان او هند د معلولينو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پيل شوې

د افغانستان د كركټ بورډ په كوربه توب د افغانستان او هند د كركټ معلولينو ملي لوبډلو ترمنځ د دوستۍ جام د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ نن پيل شوه. دا لوبې د الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره كېږي. د افغانستان د كركټ بورډ په كوربه توب د افغانستان او هند د […]

نویسنده: TKG
1 زمری 1395
د افغانستان او هند د معلولينو لوبډلو ترمنځ د كركټ سيالۍ پيل شوې

د افغانستان د كركټ بورډ په كوربه توب د افغانستان او هند د كركټ معلولينو ملي لوبډلو ترمنځ د دوستۍ جام د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ نن پيل شوه. دا لوبې د الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره كېږي.

د افغانستان د كركټ بورډ په كوربه توب د افغانستان او هند د كركټ معلولينو ملي لوبډلو ترمنځ د دوستۍ جام د درېيو شل اوريزو لوبو لړۍ نن پيل شوه.

دا لوبې د الکوزي – کابل نړيوال کرکټ لوبغالي کې ترسره كېږي.

په لومړۍ لوبه كې هندي لوبډلې په ټاكل شويو ۲۰ اورونو كې د دوو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۱ منډې جوړې كړې، خو افغان لوبډلې په ۲۰ اورونو كې د نهو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۵ منډې جوړې كړې او لوبه د ۱۶ منډو په توپير د هندي لوبډلې په ګټه پاى ته ورسېده.

د افغانستان د كركټ بورډ وياند فريد هوتك كليد ته وويل، چې د دغو سياليو لپاره د هېواد د پنځو زونونو د كركټ معلولينو لوبډلو ترمنځ له لوبو وروسته افغان لوبډله ټاكل شوې ده.

د هغه په وينا، د افغانستان او هند د كركټ معلولينو ملي لوبډلو ترمنځ دويمه لوبه به سبا او درېيمه به د راتلونكې دوشنبې په ورځ ترسره شي.

د يادو لوبو د پرانيستې په مراسمو كې د معلولينو د سرتاسري شورا مشر مسعود ساپي خوښي وښوده، چې د افغانستان معلولينو ته د کرکټ بورډ له خوا د لوبو کولو فرصت برابر شوى دى.

هغه وويل، که چېرته معلولينو ته اسانتياوې او امکانات برابر شي، دوى کولى شي چې د هېواد د نورو وګړو په څېر د ژوند په هر ډګر کې خدمت وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA