د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې تېره شپه د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۴۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې په دې نښته کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې تېره شپه د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۴۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، چې په دې نښته کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د طالبانو يو شمېر جسدونه او وسلې هم په سيمه کې پاتې دي.
د والي وياند زياته كړه، چې په ياده نښته کې افغان ځواکونو ته هېڅ ډول زيان نه دى رسېدلى.
بل لور ته بيا د وسله والو طالبانو له لوري کليد ته په را استول شوي ټيليفوني پيغام کې ويل شوي، چې په حصارک ولسوالۍ کې يې له پوليسو يوه پوسته نيولې او ګڼه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


