ads

جنګل باغ: د قلعه ذال په جګړه كې مو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د كندوز امنيتي چارواكي د دې ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ په جګړه كې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي. له تېرو پنځو ورځو راهيسې پر قلعه ذال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريدونه روان دي او له تېرو دوو ورځو راهيسې د قلعه ذال بازار، چې د ولسوالۍ ودانۍ […]

نویسنده: TKG
1 زمری 1395
جنګل باغ: د قلعه ذال په جګړه كې مو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

د كندوز امنيتي چارواكي د دې ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ په جګړه كې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي. له تېرو پنځو ورځو راهيسې پر قلعه ذال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريدونه روان دي او له تېرو دوو ورځو راهيسې د قلعه ذال بازار، چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې پروت دى، د وسله والو طالبانو په كنټرول كې دى.

د كندوز امنيتي چارواكي د دې ولايت د قلعه ذال ولسوالۍ په جګړه كې وسله والو طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا كوي.
له تېرو پنځو ورځو راهيسې پر قلعه ذال ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريدونه روان دي او له تېرو دوو ورځو راهيسې د قلعه ذال بازار، چې د ولسوالۍ ودانۍ ته نږدې پروت دى، د وسله والو طالبانو په كنټرول كې دى.
نن هم ياده ولسوالي د سختو بريدونه شاهده وه.
د کندوز امنيه قوماندان جنرال محمد قسيم جنګل باغ  كليد ته وويل، چې وسله والو طالبانو ته يې د قلعه ذال په جګړه درنه مرګ ژوبله اړولې او په شا تمبول شوي دي.
هغه زياته کړه، په تېرو پنځو ورځو کې لږ تر لږه ۴۸ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د امنيه قوماندان په وينا، افغان امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده، چې په يادو نښتو کې له امنيتي ځواکونو څخه د قلعه ذال د امنيه قوماندان په ګډون ۴ تنه ټپيان شوي او  يو تن وژل شوى دى.
په قلعه ذال ولسوالۍ کې له پنځه ورځني جنګ وروسته هغه پوليس سرتېري، چې د جنګ له لومړيو كرښو راغلي او سيمه يې د ملي اردو او کومانډو ځواکونو ته پرې ايښې وايي، چې قلعه ذال ولسوالي د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.
خو د پامير د ۲۰مې فرقې د لومړۍ لېوا قوماندان جنرال محمد منګل راحت بيا د ولسوالۍ سقوط يوازې د يوه ساعت لپاره مني او وايي، چې پرون د قلعه ذال ولسوالۍ صرف د يوه ساعت لپاره سقوط کړى و او اوس مهال د افغان امنيتي ځواکونو په ولکه کې ده.
د ياودنې وړ ده، چې اوس مهال پر قلعه ذال سربېره د کندوز په دشت ارچي ولسوالۍ کې هم سخت جګړه روانه ده او له يادو ولسواليو څخه زرګونه کورنۍ بې ځايه شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA