ads

په هرات كې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون د پنځو تنو وژل كېدل

په شينډنډ كې د امنيتي ځواكونو په چاڼيزو عملياتو كې د ادرسكن لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له څلورو تنو نورو سره وژل شوى دى.د هرات امنيتي چارواكي وايي، دغه عمليات نن سهار د شينډنډ په عزيزآباد سيمه كې د ملي اردو له خوا ترسره شوي، په هرات كې د ملي اردو د لومړۍ […]

نویسنده: TKG
31 چنګاښ 1395
په هرات كې د طالبانو د يوه ولسوال په ګډون د پنځو تنو وژل كېدل

په شينډنډ كې د امنيتي ځواكونو په چاڼيزو عملياتو كې د ادرسكن لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له څلورو تنو نورو سره وژل شوى دى.
د هرات امنيتي چارواكي وايي، دغه عمليات نن سهار د شينډنډ په عزيزآباد سيمه كې د ملي اردو له خوا ترسره شوي، په هرات كې د ملي اردو د لومړۍ لوا رئيس اركان جنرال اخترمحمدهمدم وايي، په دغه عملياتو كې چې دوه ساعته يې دوام وكړ، د ادرسكن لپاره د طالبان نومول شوى ولسوال له څلورو تنو نورو سره وژل شوى دى. په شينډنډ كې د امنيتي ځواكونو په چاڼيزو عملياتو كې د ادرسكن لپاره د طالبانو نومول شوى ولسوال له څلورو تنو نورو سره وژل شوى دى.
د هرات امنيتي چارواكي وايي، دغه عمليات نن سهار د شينډنډ په عزيزآباد سيمه كې د ملي اردو له خوا ترسره شوي، په هرات كې د ملي اردو د لومړۍ لوا رئيس اركان جنرال اخترمحمدهمدم وايي، په دغه عملياتو كې چې دوه ساعته يې دوام وكړ، د ادرسكن لپاره د طالبان نومول شوى ولسوال له څلورو تنو نورو سره وژل شوى دى.
نوموړي زياته كړه چې په دې عملياتو كې يوه اندازه وسلې او مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي، همدم وايي په يادو عملياتو كې امنيتي ځواكونو ته كوم زيان نه دى اوښتي او عمليات اوس پاى ته رسېدلي دي خو طالبانو لا تر اوس په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA