د کندهار د ملي امنيت له لوري درې تنه چي د کندهار ولايت په يوشمير ولسواليو کي يي وسلوال فعاليتونه ترسره کول، ونيول شول.
دکندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نيول شوي وسلوال دکندهار او هلمند اوسيدونکي دي .

دخبرپاڼې په دمعلوماتو له مخې چي يادو کسانو دکندهار ښار ترڅنګ په ميوند ، ميانشين او ژړۍ کې ولسواليو كې هم د دولت په نظامي مرکزونو او امنيتي پوستو باندې وسله وال بريدونه طرحه او ترسره کول ، چې دملي امنيت لخوا دبېلابېلو عملياتو په پايله کې پرون نيول شوي.
په خبرپاڼه زياتوي چې يادو کسانو پر خپلو وسلوالو او تخريبي فعاليتونو اعتراف هم کړى دى.
خو دنيول شو کسانو په اړه کومې ډلې څه ندي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ