په بګرام ولسوالۍ کې د د دولت ضد فعاليتونو په تړاو څلور تنه شكمن كسان د امنيتي ځواكونو له خوا په يوه كور كې نيول شوي دي.
د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزى وايي د بګرام په ولسوالۍ کې څوتنه نيولي چې په يو خالي کور کې اوسيدل. په بګرام ولسوالۍ کې د د دولت ضد فعاليتونو په تړاو څلور تنه شكمن كسان د امنيتي ځواكونو له خوا په يوه كور كې نيول شوي دي.
د پروان امنيه قوماندان محمد زمان مموزى وايي د بګرام په ولسوالۍ کې څوتنه نيولي چې په يو خالي کور کې اوسيدل.
مموزى زياتوي چې دوه ورخې وړاندې د دوى د چاوديدونکو توكو له امله د يادو شكمنو كسانو شپږ تنه ټپيان شول او اوسمهال يې د امنيتي ځواکونود څېړنو وروسته په ياده ولسوالۍ کې څلور تنه نور نيولي دي. د امنيه قوماندان په وينا ټپي شوي شكمن كسان هم د دوى د ځواکونو له خوا نيول شوي دي:((د ا كسان په يوه خالي كور كې وو او يو موټرسايكل هم ورسره و نو تر اوسه نه ده معلومه چې دوى ځانمرګى بريد كاوه كه څنګه))
د يادونې وړ ده چې د پروان بګرام ولسوالۍ د هيواد په کچه مهم هوايي ډګر لري او په ياد ډګر کې امريکايي سر تيري ميشت دي او په دې ورستيو کې د حکومت وسله وال مخالفين هڅه کوي چې په ياده ولسوالۍ کې امنيتي ستونزې رامنځته کړي.


