نن ۲۰ تنه محصلين له کندهار څخه د ماسټرۍ لپاره هند ته لېږل کيږي، يادو محصلينو پرون له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره هم وکتل.
دکندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن ۲۰ تنه محصلين له کندهار څخه د ماسټرۍ لپاره هند ته لېږل کيږي، يادو محصلينو پرون له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره هم وکتل.
دکندهار له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې
دغه ۲۰ تنه محصلين او استادان به د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون څخه د هندوستان زراعتي تحقيقاتي انسټيټيوټ ته ځي او هلته به د زراعت په برخه کي ماسټري کوي.
د كندهار مرستيال والي وايي، ياد محصلين ۸ مياشتې په هندوستان کې زدکړې کوي او پاتې زدکړې به د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کې سرته ورسوي.
ياد محصلين د کندهار تر څنګ د اروزګان ، زابل، هلمند، غزني، وردګو، هرات، پکتيکا او لغمان ولايتونو اوسېدونکي دي.


