ads

راحيل شريف او نيكولسن د افغان سولې په اړه خبرې وكړې

د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره د افغانستان د سولې په اړه د همکارۍ پر بيا پيلولو خبرې وکړې. د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره […]

نویسنده: TKG
31 چنګاښ 1395
راحيل شريف او نيكولسن  د افغان سولې په اړه خبرې وكړې

د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره د افغانستان د سولې په اړه د همکارۍ پر بيا پيلولو خبرې وکړې.

د پاکستان لوى درستيز راحيل شريف په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ د ماموريت له عمومي قوماندان جنرال جان نيکولسن سره د افغانستان د سولې په اړه د همکارۍ پر بيا پيلولو خبرې وکړې.
د پاكستاني رسنيو د راپورونو له مخې، امريکايي قوماندان جان نيکولسن، چې پاکستان ته په سفر تللى، پرون يې  له راحيل شريف سره د افغانستان اوپاکستان ترمنځ د ډيورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د پولې د مديريت او په افغانستان کې د سولې او پخلاينې پر لرليد خبرې وکړې.
د پاکستاني رسنيو په وينا دواړو جنرالانو د پاکستان او امريکا د وروستيو خرابو اړيکو، د سرحدونو د مديريت په برخه کې له امريکا څخه د ملاتړ د غوښتنې، د څه باندې يو مليون افغان کډوالو د ژر ستنېدو ، په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو پر ضد  د عملياتو او په پاکستان کې افغان طالبانو ته د پناه نه ورکولو په باب خبرې وکړې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA