د ننګرهار سيمه ييز چارواکي وايي، په خوګياڼو ولسوالۍ کې دنښتې پرمهال لسو تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه کليد ته په را لېږل شوې، خبرپاڼه کې ويل شوي، چې تېره شپه د خوګياڼو ولسوالۍ تنګي په سيمه کې وسله والو په امنيتي پوستو بريدونه وکړل، چې دنښتې پرمهال ۷ وسله وال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه نښته کې د وسله والو طالبانو يو هاوان هم له منځه وړل شوی دی.
د سرچينې په وينا، په ياده نښته کې افغان ځواکونو ته هيڅ زيان ندی رسېدلی.
خوطالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه ندې ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ