ads

۲۵ فيصده بدخشانيان له روغتيايي اسانتياو او خدمتونو بې برخې دي

د بدخشان د عامې روغتیا چارواکي وایي، په دې ولايت كې د یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو د لارو خرابوالي او په ځينو نورو سيمو كې بيا د وسله والو طالبانو فعاليتونو ۲۵ فيصده ځايي اوسېدونكي له روغتيايي اسانتياو بې برخې كړې دي.په بدخشان ولایت کې د روغتیايي قوانینو د پلي کولو او بررسۍ مسووله […]

نویسنده: TKG
30 چنګاښ 1395
۲۵ فيصده بدخشانيان له روغتيايي اسانتياو او خدمتونو بې برخې دي

د بدخشان د عامې روغتیا چارواکي وایي، په دې ولايت كې د یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو د لارو خرابوالي او په ځينو نورو سيمو كې بيا د وسله والو طالبانو فعاليتونو ۲۵ فيصده ځايي اوسېدونكي له روغتيايي اسانتياو بې برخې كړې دي.
په بدخشان ولایت کې د روغتیايي قوانینو د پلي کولو او بررسۍ مسووله ډاکټره ثریا عظیم یفتلي وایي، دوی کوښښ کوي، تر څو هغه وګړو ته هم د روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي چې له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي دي. د بدخشان د عامې روغتیا چارواکي وایي، په دې ولايت كې د یو شمېر لرو پرتو ولسوالیو د لارو خرابوالي او په ځينو نورو سيمو كې بيا د وسله والو طالبانو فعاليتونو ۲۵ فيصده ځايي اوسېدونكي له روغتيايي اسانتياو بې برخې كړې دي.
په بدخشان ولایت کې د روغتیايي قوانینو د پلي کولو او بررسۍ مسووله ډاکټره ثریا عظیم یفتلي وایي، دوی کوښښ کوي، تر څو هغه وګړو ته هم د روغتیایي خدمتونو زمینه برابره کړي چې له روغتیايي اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي دي.
د صحي قوانینو د پلي کولو او بررسي مسووله ډاکټر یفتلي وايي، يو لوى شمېر ځايي خلك روغتیايي اسانتیاو له دې كبله لاسرسى نه لري چې يا يې ولسواليو ته ورغلې لارې خرابې دي يا يې په سيمه كې وسله والې بېلابېلې جنګي ډلې فعاليتونه كوي.
د بدخشان ولایت یو شمېر وګړي هم د روغتیایي خدمتونو له نشتوالي څخه سرټکوي او وایي، د یو شمېر ولسوالیو اکثره وګړي روغتیایي اسانتیاو ته لاس رسی نه لري او دوى د ناروغيو پر وخت له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان كېږي.
ځايي خلك له دولت غواړي چې باید د یاد ولایت په لرو پرتو ولسوالیو کې روغتیایي کلینیکونه ورته جوړ کړي.
یوازې د روغتیايي اسانتیاو نشتون بدخشانیان له ستونزو سره نه دي مخ کړي بلکې د متخصص او قوي ډاکټرانو نشتون یوه بله لویه ستونزه ده چې له كبله يې اکثره د بدخشان ولایت اوسیدنکي خپل مریضان د تخار او کندوز ولایتونو ته راوړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA