د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله پنځه بهرني داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، اچين ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتكې بريد له كبله پنځه بهرني داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال کليد ته وويل، د اچين ولسوالۍ د باندر په (سنځلۍ بازار) سيمه کې د بهرنيو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې بريد کړى، چې په ترڅ كې يې پنځه داعش وسله وال وژل شوي دي.
د هغه په وينا، وژل شوي وسله وال ټول بهرني وګړي دي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په ياد بريد کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او دغه راز د داعش ډلې يو شمېر وسلې هم په کې له منځه تللې دي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


