جمهوري رياست وايي، د افغانستان د خاورې په سر به له هیچا سره په هیڅ صورت کې سودا ونه کړي.
د جمهور رئیس یو مرستیال ویاند دا څرګندونې په تورخم کې د پاکستان له لوري د دروازې د خپل سرو چارو د پیل په غبرګون کې وکړې.
دوا خان مینه پال له کلید سره په مرکه کې تایید کړه، چې په تورخم کې د ډيورنډ فرضي كرښې په حدودو كې د پاکستان د دروازې چارې پيل کړي؛ خو وايي دا چاره د افغان حکومت له موافقې پرته ترسره شوې ده.

هغه په ورته وخت کې ټینګار وکړ، چې افغان حکومت به په هیڅ صورت کې له هیچا سره داسې موافقه ونه کړي، چې د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا تر پوښتنې لاندې راولي: (( په دې ارتباط زموږ دريځ معلوم دى چې موږ به هيچاته اجازه ور نه كړو چې زموږ خاوره لاندې كړي، افغانستان غواړي له ټولو هېوادونو په ځانګړي توګه له پاكستان سره ټول مسايل د نړيوالو قوانينو له مخې حل كړي، څوك حق نه لري چې په دغه فرضي كرښه دې د افغانستان موافقه ترلاسه كړي او د اعمار هڅه وكړي. موږ په هيڅ صورت له هيچاسره موافقه نه لرو.))
د یادولو وړ ده، چې پاکستان سره له دې چې شاوخوا میاشت وړاندې ورسره په تورخم کې افغان ځواکونو څو ورځې سخته جګړه هم وکړه؛ خو بیا یې هم په تورخم کې د دروازې چارې پیل کړي او ویل کیږي، چې اوس تر ۷۰ سلنې بشپړې شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ