د كندهار خلكو د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې پر دولت نيوکه وکړه چې له دغه ولايت سره يې د مور او ميري چلند پای ته نه دی رسولی.
دوى له جمهور رئيس غني څخه غوښتنه وکړه چې ستونزو ته يې لاس رسی وکړي او په كندهار كې د اداري فساد د مخنيوي، روانې بې عدالتۍ، د پوهنې، روغتيا او کرهڼي د ټيټ کيفيت د څېړلو لپاره پلاوی ور واستوي تر څو د كندهاريانو رسا غږ منعكس شي. د كندهار خلكو د يوې پراخې غونډې په ترڅ كې پر دولت نيوکه وکړه چې له دغه ولايت سره يې د مور او ميري چلند پای ته نه دی رسولی.
دوى له جمهور رئيس غني څخه غوښتنه وکړه چې ستونزو ته يې لاس رسی وکړي او په كندهار كې د اداري فساد د مخنيوي، روانې بې عدالتۍ، د پوهنې، روغتيا او کرهڼي د ټيټ کيفيت د څېړلو لپاره پلاوی ور واستوي تر څو د كندهاريانو رسا غږ منعكس شي.
زیات شمېر كندهاريانو پرون د يوې پراخې غونډې پر مهال د ملي يووالي پر حکومت غږ وکړ چې په کندهار کې د روان اداري فساد، بې عدالتيو او نورو ناخوالو د مخنيوي لپاره اقدام وکړي او دلته د خلکو ژوند له کړاوونو وژغوري.
كندهاريانو شكايت درلود چې پر دولت يې له كندهار سره د مور او مېرې چلند د ختمولو غږ يوه مياشت وړاندې هم په ورته يوه غونډه كې كړى و خو تر اوسه يې غږ او فرياد چا نه دى اورېدلى.
غونډې ته ورغلي د جمهور رئيس سلاكار او د كندهار ولايت شورا غړي حاجي اغا لالي دستګيري د كندهار د خلكو ستونزې د اندېښنې وړ وبللې او له جمهور رئيس يې وغوښتل څو د كندهار د خلكو غږ واوري او د ستونزو د حل لپاره يو باصلاحيته پلاوى دې ولايت ته ورواستوي.
د غونډې ګډونوالو د ولسواليو د شوراګانو او پارلماني ټاكنو د پر وخت ترسره كېدو غوښتنه هم وكړه او په جګړه كې له ښكېلو غاړو يې هيله وكړه چې د سولې لار خپله كړي.


