د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍکې د سړک غاړې ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او يو بل يې سخت ټپي كړى دى. د غزني له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پېښه تېر مازديګر د اندړو ولسوالۍ د نظروال په دو راهي سيمه کې رامنځته شوې ده.
د غزني ولايت په اندړو ولسوالۍکې د سړک غاړې ماين چاودنې يو ملكي وګړى وژلى او يو بل يې سخت ټپي كړى دى.
د غزني له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ياده پېښه تېر مازديګر د اندړو ولسوالۍ د نظروال په دو راهي سيمه کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه کاږي، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې په ياده سيمه کې د ملکي وګړو يوه ركشه د سړک غاړې پر ماين برابره شوې، چې د چاودنې په پايله کې يې يو تن وژل شوى او يو ماشوم، چې د وژل شوي کس زوى دى، سخت ټپي شوى دى.
تراوسه کومې وسله والې ډلې د دغې پېښې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
د يادونې وړ ده، چې درې ورځې مخکې هم د اندړو ولسوالۍ په همدې نظروال سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه تراکتور د سړک غاړې ماين چاودنه شوې وه، چې له کبله يې يوه مور او د هغې څلور ماشومان وژل شوي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


