امنيتي سرچينې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د ګډو افغان ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون د درېيو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
امنيتي سرچينې د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ كې د ګډو افغان ځواکونو د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون د درېيو وسله والو طالبانو د وژل كېدو خبر وركوي.
د غزني له امنيه قوماندانۍ څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، ګډو افغان امنيتي ځواکونو تېر ماښام د دې ولايت د قره باغ ولسوالۍ په ابو کلا سيمه کې يو لړ عمليات ترسره کړي، چې په پايله کې يې د دوو سيمه ييزو قوماندانانو احمدي او مبارز، چې په حمزه مشهور و، په ګډون درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
خبرپاڼه کاږي، چې د وژل شويو طالبانو مړي په سيمه کې پاتې دي او دوه عرادې موټر سايکلونه يې له يوه اندازه وسلو سره د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د خبرپاڼې په حواله، په نښته کې امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


