ads

د هلمند په سنګين كې هوايي او ځمكني عمليات، د طالبانو د ولسوال او قومندان په ګډون ۲۷ وسله وال مړه

د هلمند چارواكي وايي د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو د فرضي ولسوال او  امنيه قومندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد راډيو ته وويل، په هلمند كې د افغان […]

نویسنده: TKG
30 چنګاښ 1395
د هلمند په سنګين كې هوايي او ځمكني عمليات، د طالبانو د ولسوال او قومندان په ګډون ۲۷ وسله وال مړه

د هلمند چارواكي وايي د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو د فرضي ولسوال او  امنيه قومندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد راډيو ته وويل، په هلمند كې د افغان ځواكونو د دوه ورځو په نښتو او هوايي عملياتو كې د طالبانو ولسوال مولوي اغا او د طالبانو د فرضي قومندان نجيب الله په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي د هلمند چارواكي وايي د دې ولايت په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو د ځمكنيو او هوايي عملياتو په ترڅ كې د وسله والو طالبانو د فرضي ولسوال او  امنيه قومندان په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك كليد راډيو ته وويل، په هلمند كې د افغان ځواكونو د دوه ورځو په نښتو او هوايي عملياتو كې د طالبانو ولسوال مولوي اغا او د طالبانو د فرضي قومندان نجيب الله په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي: (( په دې كې ځينې يې تپيان دي، اوس په سنګين كې حالت هم نورمال دى او كومكي سرتېري هم په ياده ولسوالۍ كې د عملياتو لپاره له كله چې استولي هملته پراته دي.))
ځواك زياته كړه، د دغو نښتو او بريدونو پر مهال ۱ افغان سرتېرى وژل شوى او ۵ نور ټپيان شوي، مګر ولسي خلكو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
بلخوا د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي په سنګين كې د جګړې پخلى كوي، مګر زياتوي چې دا ولسوالي اوس طالبانو تر خپلې ولكې لاندې راوستې ده.
دا هغه ادعا ده چې د هلمند د والي وياند كليد ته رد كړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA