د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په يوه كور كې له چاودېدونكو توكو د ډك موټر سايكل چاودنې درې تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان كړي دي.
د بګرام ولسوالۍامنيه قوماندان احمد خان احمدزي كليد ته وويل، د پېښې قربانيان هغه كسان دي، چې چاودېدونكي توكي يې په دغه موټر سايكل كې ځاى پر ځاى كول.
د هغه په وينا، وسله والو غوښتل، چې له ياد موټر سايكل څخه په يوه ځانمرګي بريد كې ګټه پورته كړي، خو بريالي نه شول. د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ په يوه كور كې له چاودېدونكو توكو د ډك موټر سايكل چاودنې درې تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان كړي دي.
د بګرام ولسوالۍامنيه قوماندان احمد خان احمدزي كليد ته وويل، د پېښې قربانيان هغه كسان دي، چې چاودېدونكي توكي يې په دغه موټر سايكل كې ځاى پر ځاى كول.
د هغه په وينا، وسله والو غوښتل، چې له ياد موټر سايكل څخه په يوه ځانمرګي بريد كې ګټه پورته كړي، خو بريالي نه شول.
نوموړى زياتوي، په ټپيانو كې څو ښځې هم شاملې دي، چې د درملنې په هدف روغتيايي مركزونو ته لېږدل شوې دي: (( دا موټرسايكل يې په كور كې له چاودېدونكو موادو ډكاوه چې دباندې يې بيا د بريد لپاره وباسي، خو په كور كې يې انفجار كړى دى، دوه مېرمنې هم په كې سرسري ټپيانې دي.))
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې مخكې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د خپلو ماينونو چاودنو ګڼ شمېر وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


