د هلمند په سنګین او ګرشک ولسوالیو کې د افغان هوایي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۲۷ تنه وسله وال مخالفن وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردوڅخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي، افغان ځواكونو د هلمند په سنګين كې د طالبانو مركزونه تر هوايي بمبار لاندې نيولي چې په ترڅ كې يې د سنګين لپاره د طالبانو د تش په نوم ولسوال مولوي اغا، د هغه د سرګروپ نجيب الله او دوه ځانمرګو په ګډون ۱۶ مخالفين وژل شوي، ۱۵ نور ټپيان او يو عراده ډاټسن موټر يې هم له منځه تللى دى. د هلمند په سنګین او ګرشک ولسوالیو کې د افغان هوایي ځواکونو د بریدونو په ترڅ کې ۲۷ تنه وسله وال مخالفن وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.
د هلمند له ۲۱۵ ميوند قول اردوڅخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي، افغان ځواكونو د هلمند په سنګين كې د طالبانو مركزونه تر هوايي بمبار لاندې نيولي چې په ترڅ كې يې د سنګين لپاره د طالبانو د تش په نوم ولسوال مولوي اغا، د هغه د سرګروپ نجيب الله او دوه ځانمرګو په ګډون ۱۶ مخالفين وژل شوي، ۱۵ نور ټپيان او يو عراده ډاټسن موټر يې هم له منځه تللى دى.
سرچينه وايي، افغان هوايي ځواكونو دغه راز د ګرشك په پوپلزو كلي كې هم عمليات كړي چې په ترڅ كې يې د طالبانو د ولايتي شورا د كميسيون مشر ميرحمزه په ګډون ۱۱ وسله وال وژل شوي دي او د وسلو يو ډيپو يې هم له منځه تللى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


